The Free and Open Productivity Suite
Follow us on Twitter: @ApacheOO

د پښتو ژبې OpenOffice.org د ځاییتابه وېب پاڼې ته ښه راغلاست

داچې اوپن آفیس د اوپن ساورس یوه بیلګه ده او څرنګه چې له نوم څخه یې څرګنديږي تاسو کولی شئ چې د پښتو ژبې لپاره جوړې شوې وېب پاڼې څخه د اوپن آفیس - ساورس کوډ ښکته کړئ او هغه خپلې مورنۍ او خوږې ژبې پښتو ته وژباړئ ، ژبه د یو قوم او ولس د هغه بنسټیزو اساساتو څخه یو مهم اسا س دی چې د هغه قوم تاریخ، تهذيب، او دودونه پکې خوندي پاتې کیږي. کومې ژبي ته چې خدمت نه کیږي په دې مانا چې په ورځني ژوند کې په هغې خبري نه کیږي یا په هغې لیک او لوست نه کیږي. نوموړې ژبه د بربادۍ او هلاکت په لور په بیړه بیړه روانه وي. دا چې د ژبې حيثيت د مور په شان دی، نو راځئ چې خپله خوږه ژبه د هلاکت او تباهي له کندې څخه وژغورو او په ګډه سره مټي را ونغاړو او خپلې ژبې ته د امکان او وس په اندازه کار وکړو. څرنګه چې تاسو ته روښانه ده د اوپن آفیس ژباړل د یو کس کار نه دی او یوې منظمي ټولنې ته اړتیا ده نو زما وړاندیز ټولو پښتنو وروڼو ته دادی چې مونږ سره په دې د خیر کار کې همغږي شي او لږ تر لږه د ورځې لس دقیقي خپل قیمتي‌ وخت د خپلې خوږي‌ ژبې خدمت ته وقف کړي.

اوپن ‌آفیس

اوپن ‌آفیس د اوپن‌ ساورس یو پراجېکټ دی چې د اداري ساوتريو یا سافټ وئیرونو د ګیډۍ څخه جوړ شوی دی چې په مختلفو ژبو ترتیب شوی او په مختلفو آپرېټنګ سیسټمونو یا چلیز سیسټمونو باندې چلیږي. اوپن ‌آفیس پراجېکټ د نړۍ د نورو مشهورو اداري ساوتریو سره همغږی دی اوپه اداري کارونو کې ډیرمهم رول لري او د واېرس هم زور پري نه رسیږي ، په خپله خوښه تغیرات راوستلو او بیرته خپرولو لپاره پوره خپلواکي لري، په دي مانا چې تاسو په خپله خوښه هر ډول بدلون پکې راوستلی شئ ځکه ستاسو د هغې ساورس کوډ یا د کوډ سرچینې ته لاسرسی شته. د اوپن ‌آفیس د پراجېکټ موخه په ټوله نړۍ کې په اداري ساوتریو کې د پروګرامرانو په ذریعه پرمختګ او ښه والی راوستل دي کوم چې د نړۍ په ټولو مهمو او غوره چلیزسیسټمونو باندې د چلند وړ دي . اوسني غوره چلیز سیسټمونه چې په نړۍ کې تري کاراخیستل کیږي عبارت دي له ګنو/لاينکس، سن سولرېس، مایکروسافټ وېنډوز، Mac OS، او FreeBSD. د اوپن آفیس د نصبولو یا لګولو په اړوند د سافټ ویئرونو او هارډویئرونو یا د ساوتريو او هډوتريو هرډول نموني چې په هرچلیز سیسټم وغواړئ ، دلته کلیک یا ټک ورکړئ.

دویمه نسخه ، د اوپن ‌آفیس لپاره نوی پیل

د اوپن آفیس لومړی نسخه لومړنی لاس ته راوړنه وه چه د اوپن ساورس ساوتريو ګټې یې د نړۍ د بازارغوره استعمالوونکو ته په داسی ډول ورپه ګوته کړې چې د نړۍ په بازار کې یې بې له مالي زیان څخه یو لوی بدلون رامنځه ته کړ او د نړۍ د ۳۰ څخه زیاتو ژبو باندې وژباړل شو او په مختلفو چلیزسیسټمونو باندې ولګول شو. په اوسني وخت کې د اوپن آفیس لومړنی نسخه د لسګونو لاکهونو کارکوونکو لخوا ترې ګټه اخیستل کیږي او د دوهمې نسخې په منځ ته راتلو سره يي ګټه نوره هم زیاته شوه:

لکه څرنګه چې د اوپن آفیس له دوهمې نسخې څخه زیاته ګټه اخیستل کیږي همدا رنګه د اوپن آفیس له لومړی نسخي څخه هم زیاته ګټه اخیستل کیږي. له اوپن آفیس څخه ګټه اخیستل که هغه د هرې موخې لپاره وي لکه شخصی، تعلیمي ادارو کې یا د زدکړو په چارو کې، دولتی یا نور د خپل علمیت په لوړولو کې یاني هر ډول تغیر او تبدیل راوړل بیا ویشول په کامل ډول د سی ډی له لیاري خپلواک دي او هیڅ کومه پابندي او ممانعت نشته خو د GPL لایسنس پر بناء به څه پیسي پري نه اخلي او په وړیا ډول به یې د خلکو د خدمت لپاره وړاندې کوي.

د اوپن آفیس پروګرام جوړونه په پښتو ژبه دلته کلیک یا ټک ورکړئ.

Apache Software Foundation

Copyright & License | Privacy | Website Feedback | Contact Us | Donate | Thanks

Apache, the Apache feather logo, and OpenOffice are trademarks of The Apache Software Foundation. OpenOffice.org and the seagull logo are registered trademarks of The Apache Software Foundation. Other names appearing on the site may be trademarks of their respective owners.